سیاست

تبصره .

کابل باختر دوري اوومه :
دافغانستان  او تاجکستان  جمهورو رييسانو دخپلو دوستانه خبرو په پاى کې يوه ګډه اعلاميه  لاسليک کړه .
  دباختراژانس سياسي مبصر ليکي ،  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په بلنه دتاجکستان ، جمهور رييس امام علي رحمان پرون  افغانستان ته سفروکړ او له دوستانه او صميمانه خبرو او دمتقابلې همکارۍ  دڅو سندونو له لاسليک کولو وروسته  ته يې ددوه اړخيزو  اړيکو دلازيات  ټينګښت او پياوړتيا په لاره کې  يوګډه اعلاميه  لاسليک کړ .
ددغو سندونو لاسليک يوځل بيا دسيمې دهيوادونو ترمنځ ددوه اړخيزو اړيکودپراختيا او پياوړتيا په وړاندى دافغانستان دمشرتابه نيت څرګند کړ .
دافغانستان  مشرتابه دنوي ټولنې  په لور د افغانستان ديون له پيل څخه  دغه اصل  ته په خپلو سياسي لومړيتوبونوکې ځاى ورکړى دى  او تل يې ټينګار کړى دى چې ددوه اړخيزو او دوستانه اړيکو  په پياوړتيا او دفرهنګي ، تجارتي  او اقتصادي اړيکو په پراختيا سره کولاي شو  هيواداوسيمه د ډار اچونې له اوسني بحران څخه چې د پيژندل شويو کړيو له خوا دمغرضانه او پراختيا غوښتوونکو هدفودتعقيبولو  په خاطررامنځته شوى دى وژغورو اوله سيمې څخه د ډار اچوونکو ټغر ټول کړو  خو له بده مرغه  په سيمه کې ځينې کړى شته چې ددوه اړخيزو اړيکو اوښه ګاونډيتوب دارزښتناکو  اصولو او  دودونو پرخلاف په سيمه کې دټاکلو  سياسي او پوځي هدفونو په لټه کې دي
دغه ناسنجول  شوي او له نړيوالو اخلاقي معيارونو څخه لرې حرکت ، سيمه بحراني کړې ده چې زياتره په سيمه کې دملتونو په ژبنيو ، ديني ،  فرهنګي او تاريخي  اړيکو اومشترکاتو باندې سيورى  کړى دى او دسيمې مسلمان هيوادونه يې په داسې مصيبت  اخته کړي دي . چې هره ورځ دغه مصيبت  دسيمې له مليتونو څخه زياتې قرباني اخلي .
په هر صورت افغانستان او تاجکستان دګډې اعلاميې په لاسليک کولو سره په سياسي اقتصادي ، تجارتي  او فرهنګي برخو کې دمتقابلو ګټورو همکاريو دپراختيا له امکاناتو څخه داستفادې  په ارزښت  باندې ټينګار وکړ .
دسيمې دسولې او ثبات پياوړتيا ، د افغانستان دسولې  او روغې جوړې ملاتړ ، له تروريزم او بنسټ پالنې سره مبارزه ، دمطلوبو سياسي اړيکو  وده  ، دبريښنا انرژي دليږدونې دمزو دغځولو دطرحې  تطبيق ، دسرحدي سوداګرۍ پراختيا دبريښنا انرژي دتوليد لپاره ددواړو  هيوادونو دسيندونو داوبو له زيرمو څخه استفاده دموټرو او داورګادو دتګ راتګ دلارو عملي کول  او دافغانستان دپوځي جوړښتونو پياوړتيا  ددغې اعلاميې محتوا ده .
  لنډه داچې که چيرې دسيمې هيوادونه وغواړي په سيمه کې  اوسني بحران پاى ته ورسوي يواځنۍ  لاره په بيلابيلو سياسي ، فرهنګي  او اقتصادي  برخوکې دملتونو ترمنځ داړيکو پياوړتيا ده نه د ډار اچونې پالنه او دهغې ملاتړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته