امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر دسلواغې اوومه :
دهيواد په څو ولايتونوکې  پرون دامنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  دکورنيو چارووزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ. دهيواد امنيتي ځواکونو دغه عمليات دقندهار، زابل ، ارزګان ، لوګر ، خوست ، پکتيا او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې اووه تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او څوارلس تنه نور يې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
  په دغو عملياتو کې  يوه اندازه وسله او مهمات هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو څلور ماينونه دلغمان او خوست دولايتونو په مربوطاتو کې  کشف اوشنډ کړل . .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته