روغتیا

دوه سوه روږدي کسان روغتيايي مرکزونو ته ولېږدول شول .

-کابل / دچنګاښ ٩مه / باختر :
له کابل ښار څخه دروږدو کسانو دراټولولوپه دوام دعامې روغتيا وزارت  او همکارو بنسټونو نن   ٢٠٠ تنه  نور روږدي کسان دکابل ښار د سيد نور محمد شاه مينې له ساحې څخه راټول کړل او زربستريز روغتون ته يې  ولېږدول .
دنشه يي توکو دروږدو کسانوددرملنې دزربستريز روغتون رييس  ډاکټر احمد ظاهر سلطاني  نن  دباختراژانس خبريال ته وويل  له کابل ښار څخه د نشه يي توکو دروږدو کسانو دراټولولو بهير  چې په هغه کې دعامې روغتيا ، کورنيو چارو اودکار اوټولنيزو چارو دوزارتونو استازي  شامل دي  څه موده مخکې د کابل ښار څخه  د نشه يي توکودروږدو کسانو  دراټولولو بهير  پيل کړل او دسيد نور محمد شاه مينې له ساحې څخه يوشمېر روږدي کسان  راټول او روغتيايي مرکز ته ولېږدول شول .
ډاکټر سلطاني زياته کړه په کابل کې دکرونا ويروس دزياتوالي  له امله  تصميم نيول شوى دى  چې روږدي کسان راټول کړى شي  او دغه مرکز ته  ولېږدول شي  چې بايد ترپنځه څلويښتو ورځو پورې تر درملنې لاندې ونيول شي .
دهغه دڅرګندونوله مخې، دروږدو کسانو دراټولولو بهير دوام لري .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته