امنیت

په کونړ کې ۲۸ داعشیان اسلامي امارت ته تسلیم شول

کابل / د سلواغې ۱۹ مه / باختر
د کونړ ولایت مقام او استخباراتو ریاست په هڅو ۲۸ داعشیانو د افغانستان اسلامي امارت د حقانیت په درک کولو سره له مخالفته لاس واخېست.
د کونړ والي مولوي محمد قاسم خالد وویل چې د اسلامي نظام په حاکمیت سره فساد او نا امنۍ له منځه تللې.
هغه پر ټولو هغو ډلو چې تراوسه یې د امیرالمؤمنین د عفوې له فرمان څخه ګټه نه ده اخیستې پرې غږ وکړ چې له ورانکارو فعالیتونو څخه لاس واخلي او د عفوې له دغه زرین فرصت ګټه پورته کړي.
په همدې حال کې د کونړ د استخباراتو رییس مولوي محمد حذېفه حقاني وویل: تسلیم شویو داعشیانو د کونړ په بېلابېلو سیمو کې د اسلامي امارت پر ضد کړنې ترسره کولې چې د ولایت مقام او استخباراتو ریاست په هڅو اسلامي امارت ته تسلیم شول.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته