خبرونهاقتصادټولنه

د لغمان د برېښنا ریاست په عوایدو کې ۸۰ میلیونه افغانۍ زیاتوالی راغلی

کابل، د مرغومې ۲۰ مه، باختر

د لغمان د برېښنا ریاست مسوولینو د یاد ریاست په عوایدو کې د ۸۰ میلیونه افغانۍ عوایدو د زیاتوالي خبرورکړی دی.

د لغمان د برېښنا رئیس مولوي عمرګل نایب د باخترآژانس خبریال ته  وویل چې د تېر ۱۴۰۱ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې یې ۱۳۷میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي و، چې سږکال د لومړیو ۹ میاشتو عواید ۲۱۷ میلیونه کېږي نو له همدې امله سږکال ۸۰ میلیونه افغانۍ زیاتوالی ښيي او د زیاتوالي لامل یې پروخت د برېښنا د مصارفو راټولول او په قسط وار ډول له پور وړو د پیسو اخیستل دي.

نوموړي زیاته کړه، چې  د دې کال په بهیر کې د برېښنایي شبکو د ترمیم چارې په منظم ډول ترسره شوې، د نوي ترانسفرمرونو په نصب سره سلګونه کورنیو ته برېښنا رسېدلې ده.

د یادونې وړ ده چې اوسمهال په لغمان کې شاوخوا ۲۳ زره کورنۍ له برېښنا برخمنې دي او لا هڅې روانې دي ترڅو نورو کورنیو ته هم برېښنا ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته