روغتیا

پنځوس تنه نور ماشومان په المان کې تداوي شول .

کابل باختر د کب دريمه :
پنځوس تنه ماشومان چې دهډوکې ماتوونکي يا دسختې سوځيدنې ناروغي يې لرله له درملنې وروسته نن له المان  څخه هيواد ته راستانه شول .
دافغاني سرې مياشتې  دعالي ټولنې دمطبوعاتي مسوول سيد احمد شاه نيکزاد دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه ماشومان څه موده مخکې دافغاني سري مياشتې  دعالي ټولنې له خوا ددرملنې لپاره المان ته استول شوي وو .
ده څرګنده کړه چې دهغو ماشومانو ددرملنې بهير چې  په هډوکې  ماتوونکي  اويا دسختې  سوځونې  په ناروغۍ  اخته دي شپږ ويشت کاله مخکې دالمان دسولې دکلي د ډاکترانو په همکارۍ  پيل شو او تراوسه پورې څلور زره يوسلو شپيته تنه ناروغ ماشومان په وړيا ډول په المان کې  تداوي شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته