ټولنه

په هرات کې د سيلاوونو د راوتلو له امله ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل/ باختر/ دوري دمياشتې ٢٨مه
د هرات ولايت په لسو ولسواليوکې د بارانونو د اورښت او د سيلاوونو د راوتلو له امله خلک زيانمن شوي دي .
د هرات ولايت په ولسواليو کې په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې د سيلاوونو د راوتلو  له امله ۸ ووژل شول چې ۳ تنه یې د ادرسکن له ولسوالۍ څخه، ۳ تنه له په اوبې ولسوالۍ او ۲ تنه نوريې له زاول ولسوالۍ څخه دي.
دغه راز د اوبې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د يوه مسافر وړونکي موټر ۱۷ تنه سپرلۍ له پرون څخه را پدې خوا بې درکه شوي دي او ښايي وژل شوي وي.
دغه راز د هرات ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې ۱۰ تنه ټپيان شوي او په زرګونو  جريبه کرنيزې ځمکې له منځه تللې دي.
د هرات ولايت په شپږ ولسواليو کې بې ساری اورښتونه دوام لري چې د ګذرې، ادرسکن، شينډنډ، زاول، ګلران، کهسان، غوريانو، زنده جان، کشک رباط سنګي او د کرخ په ولسواليو کې د سيلاوونو د راوتلو سبب شوي دي .
د هرات ولايت په ځينو ولسواليوکې سيلاوونو دومره زيات و چې خلکو د خپلو کليو تشولو ته اړ شول او د قندهار– هرات لويه لاره هم د سيلاوونو د راوتلو له امله          تړل شوې ده .
د هرات د ولسواليو او مرکز ټولې دولتي ادارې مرستې ته د تیارسي په حالت کې دي.
دهرات د ولسواليو په کچه له پېښـو سره د مبارزې کمېټې هم جوړ شوې دي.
پاى م ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته