امنیت

دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ددوو پاکستاني اتباعو په ګډون اته شپيته تنه تروريستان ووژل شول

کابل باختردليندۍ دمياشتې١٨  نيټه  :
دملي دفاع وزارت ځواکونه دهېواد په ځينو برخو کې دامنيتي او دفاعي چاڼيزو عملياتو په بهيرکې  اته شپيته تنه  تروريست طالبان ووژل.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته وويل    په تيرو  ٢٤ ساعتو کې دملي دفاعي او امنيتي ځواکونوپه ګډو عملياتو کې چې دهېواد په بيلابيلو سيمو کې دډاراچوونکو دله منځه وړلو په موخه ترسره کړل  چې له امله يې  د څلورو تنو سيمه ييزو قوماندانانو اوددوو پاکستاني اتباعو په ګډون اته شپيته  تنه ډاراچوونکي ووژل شول  ،  نهه ويشت تنه  ټپيان او څلور تنه  ونيول شول.
دغه راز دننګرهار ، لوګر ، قندهار ، روزګان ، فارياب ، کندز او دهلمند ولايتونه ددغو عملياتو ډګر و .
دغه راز دملي دفاع وزارت وايي: په تيرو ٢٤ ساعتو کې  اووه چاڼيزعمليات پلان شوي  او  ١٢ خاص عمليات دهېواد په پنځو ولايتونو کې ترسره شوي دي  هوايي ځواکونو دملي اردو دځواکونو په ملاتړ  اووه څلويښت  الوتنې اجرا کړي دي او د دښمنانو په ځالو يوولس ګوزارونه   شوي  دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته