اقتصاد

داندونيزيا او جلال اباد ترمنځ دتجارتي اړيکو په پراختيا موافقه وشوه .

کابل باختر دوږي  يو ديرشمه :
داندونيزيا او دافغانستان  دننګرهار ولايت ترمنځ  دتجارتي اړيکو په پراختيا ټينګار وشو .
په کابل کې داندونيزيا سفير د جلال اباد ښار ته  په خپل سفر کې وويل چې په ننګرهار ولايت کې د صنايعو او کرنيزو محصولاتو او توليداتو زياتوالي ته په پاملرنې سره  هېواد يې غواړي  چې دافغانستان له دغه ولايت سره  تجارتي  راکړه ورکړه پراخه کړي .
دننګرهار والي  حيات الله حيات په دې کتنه  کې وويل  چې ددوى غوښتنه  دتجارتي اړيکو پراختيا ده .چې دننګرهار ولايت  توليدات اومحصولات دجاګارتا په بازارونو کې وپلورل شي . اودغه راز  کورنى اړتياوې داندونيزيا له بازارونو څخه تامينې شي .
  دواړو لورو په اندونيزيا کې دننګرهار ولايت ځوانانوته  دتحصيلي بورسونو په ورکولو هم موافقه وکړه .
عارف الرحمان  وويل  چې  دتجارتي اړيکو پراختيا ددواړو هېوادونو په ګټه ده او دغه کار داقتصادي ودې سبب کېږي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته