امنیت

يوولس تنه وسله وال مخالفان ووژل شول

کابل باختر د کب  څليرويشتمه :
دملي اردو دځواکونو د محاربوي  فعاليتونو په بهيرکې يوولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول؛ لس تنه ټپيان او دوه تنه نور يې ونيول شول او يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شول او  ١٥ماينونه کشف او شنډکړى شول.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړچې د پکتيکا ولايت د برملې ولسوالۍ په شاوخواکې د نويد – ٣٣ په نامه دملي اردو او د ملى امنيت د ځواکونو د محاربوي فعاليتونو په بهيرکې شپږ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي؛ درې تنه ټپيان او  دوه تنه نور يې نيول شوي دي. د وسله والو مخالفينو يو سنګر ړنګ او يوه زيکويو، يو دراز نوف، لاسي بم او يو موټرسايکل هم ترلاسه شوي دي.
ملي اردو ځواکونو د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ په مربوطاتوکې د يوبل اقدام په ترڅ کې يو وسله وال وواژه او شپږ تنه نور يې ټپيان کړل.
ديوبل خبر له مخې: دهلمند ولايت د نوزاد ولسوالۍ په مربوطاتوکې د وسله والو مخالفينو له خوا د يوه ښخ کړى شوي ماين د چاودنې په پايله کې چې له وخت نه مخکې وچاوديد؛ څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوبل تن يې ټپي شو.
ديوبل خبر له مخې: د هيواد په بېلابېلو سيموکې د ملي اردو د ځواکونو د امنيتي ګزمو په بهيرکې ٢٥ ماينونه کشف او شنډ شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته