کابلباختر دلړم د مياشتې ٢١ :
په غور ولايت کې پرون دقومې نښتې له امله څلور تنه ووژل شول .
په دې پيښه کې يو ماشوم هم ټپي شوي دي .
دغورولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير سمونوال نورعلي باخترآژانس ته وويل : په چغچران ښار پورې اړوند دسنګبارو اوقلعه سوخته په سيمو کې د دوو قومونو ترمنځ اختلافونه د دواړو لورو دڅلورو تنو دوژل کيدو او ديو اووه کلن ماشوم دټپي کيدو سبب شول.
سمونوال نورعلي زياته کړه : ددغو قومونو افرادو له زياتې مودې را په دې خوا شخصي دښمني لري او څوځلي يې له يوبل سره نښته کړې ده .
خبرځاى زياته کړه پوليس هلې ځلې کوي چې ددغو وژنو عاملين ونيسي اوپيښه وڅيړي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ