ټولنه

دسالنګونو په لويه لاره کې دڅلورو نويو تونلونو دجوړولو لپاره دحکومت هڅې

کابل  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
دفوايد عامې وزارت مقامات وايي دسالنګونو په لويه لاره کې دڅلورو نويو تونلونو دجوړولو دطرحې دبرابرولو په حال کې دي .
دسالنګونو لويه لاره اوس دهندوکش له واورو ډکو غړونو په زړه کې  ديو تونل له لاري  له مرکزسره  دشمال دولايتونو  دنښلولو اسانه لاره ده .
ددغې لويې لاري يوازيني  تونل او ووه څلويښت کاله مخکې دوخت دشوروي اتحاد په مرسته جوړشو  خو اوس دزماني په تيريدواودوسايطو په زياتوالې هغه دله منځه تلو له خطر سره مخامخ شوي دي.
په همدي  حال کې  دفوايد عامې وزارت مقامات وايي دامريکا دمتحده ايالاتو دپرمختيايي اداري او ددغه وزارت انجينرانو په مرسته دسالنګونو په لويه لاره کې  دڅلورو نويو تونلونو دجوړولو  دڅيړنې کار بشپړشوي  دي اوپه نږدي راتلوونکې کې به دهغو دډيزاين  او جوړولو لپاره هلې ځلې پيل شي.
دغه تونلونه به په څلورو سيمو له دې جملې څخه له پل خاکې څخه تردوشي  او داولنګ څخه تر دوشاخ  پوري دهندوکش دغرونو دزړونو په سوري کولو سره په دغې لويې لاري دخلکو تګ راتګ اسانه کړي .
ددغې پروژې لګښت يو مليارده ډالره اټکل شوي دي .
دفوايد عامې  وزير نجيب الله اوژن  په داسې حال کې  چې دسمنګانو ولايت ته يې سفر کړي و ويلي دي  چې په نږدي راتلوونکې کې ددغو تونلونو دډيزاين  او وجوړولو کار پيليږي.
دفوايد عامې وزير وايي چې اسيايي پرمختيايي بانک ، نړيوال بانک او دامريکا دمتحده ايالاتو پرمختيايي اداره  اوڅو نورو مرستندويو مرکزونو ددغې ستري پروژې دتمويلولو لپاره  څه ناڅه يومليارده ډالره لګوي .
نجيب الله اوژن ددغو تونلونو جوړول دافغانستان خلکو ته ښه زيري وباله.
ويل کېږي  چې دغه تونلونه  به دسيمه ييزو اوترافيکې خطرونو د اړخونو په پام کې نيولو سره په نړيوال ستندرد جوړشي .
دسالنګ تونل دسيندله سطحي څخه  ددرې زره نهه سوه پنځوسو مترو په لوړوالې دهندوکش دغرونو په زړه کې موقعيت لري  او اوږدوالې يې دوه اعشاريه  اووه کېلومتره دي .
ددغه تونل له  جوړيدو مخکې خلکوله سختو ، پيچلو اوخطرناکو  لارو دشمال ولايتونو اومرکز ته تګ راتګ کاوه.
په پاي کې  دغه تونل په ١٣٤٣ کال دداودخان دصدارت په وخت کې  دشپږسوه شپږديرشو مليونو ډالرو په لګښت دپخواني شوروي  اتحاد له خوا جوړشو.
ددغه تونل په جوړيدو سره دافغانستان دشمال اومرکز ترمنځ واټن يوسلو لس کېلومتره  لنډ شوي دي .
په اوس وخت کې  دسالنګونو دلويې لاري تونل له اندازي زيات دترافيکو شاهد دي  چې په  ٢٤ ساعتو کې تر اتو زرو پوري وسايط په دې لاره تګ راتګ کوي .
زياتي ګڼې ګوڼې او دزماني تيريدو دسالنګونو تونل ويجاړ کړي دي آن  دترسره شويو څيړنو له مخې دويجاړيدو له خطر سره مخامخ شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته