کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٥
په مسکوکې څو تنو ميشتو افغانانو نن له هغې کورنۍ سره نغدي مرسته وکړه چې له بيوزلى له امله يې خپل دوه تنه ماشومان پلورلي.
دکندز ولايت د سرحدونو او قبايلو د چارو رييس د باختر آژانس خبريال ته وويل: په مسکوکې څوتنوميشتو افغانانو له هغې کورنۍ سره چې دوه اوونۍ مخکې يې د بيوزلى او تنګسيا له امله خپل دوه تنه ماشومان د دولسو زرو افغانيو په بدل کې پلورلي وو؛ د يو زرو شپږ سوه پنځوسو ډالرو مرسته وکړه .
خبرځاى زياته کړه: يو زيات شمېر نورومرستندويو مرکزونو هم ژمنه کړې ده چې له دغې کورنۍ سره مرسته وکړي چې پلار يې په نشه يي توکو روږدي او قرنطين دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ