امنیت

له ديارلسو تنو همکارانو سره يې دقوماندان خنجر وژل کيدل.

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٤
دوسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان له ديارلسو تنو افرادو سره يې په کندز کې ووژل شو.
دوسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان په خنجر مشهور ملا رمضان دپامير يو په نامه عملياتو کې چې له پرون راپه ې خوا دکندز ولايت دمرکز په مربوطاتو کې دوام لري، له ديارلسو تنو همکارانو سره يې ووژل شول او پنځلس تنه نوريې ټپيان شول.
دپامير شلمې فرقې وياند غلام حضرت کريمي باختر آژانس ته خبر ورکړ چې په دغو عملياتو کې يو سرتيرى هم ټپي شوى دى او عمليات په بشپړه توګه دوسله والو طالبانو له شتون څخه د اړوندو ساحو پاکولو پورې دوام لري.
له بلې خوا دسيمې اوسيدونکي هم دحضرت سلطان،بوزقندهاري او داور تيلاق په ګډون په ځينو ساحو کې د دولتي ځواکونو پرمختګ تاييدوي.
دغه ساحې دکندز ښار په شمال کې موقعيت لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته