امنیت

د جاغوري د پوليسو مقامات ګوښه کړاى شول

کابل/ د غویي ٨ مه / باختر په جاغوري ولسوالۍ کې د درېيو لاريون کوونکو د وژل کېدو له ادعا وروسته، د غزني پوليسو وياند د دغې ولسوالۍ د امنيه قوماندان د ګوښه کېدو خبر ورکړ. د غزني د جاغوريو ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو نن سهار د دغې ولسوالۍ د ودانۍ پر وړاندې لاريون وکړ او پر دوو نجونو د جنسي تيري د تورنو کسانو د نيولو غوښتنه يې وکړه. د باختر آژانس د خبر له مخې؛ لاريون کوونکو د پوليسو د هغو دوو منسوبينو د نيولو غوښتنه وکړه چې په دې ولسوالۍ کې يې پر دوو نجونو د جنسي تيري تور پرې لګول شوى دى. دغه لاريون په تاوتريخوالي واوښت او ويل کېږي د پوليسو په ډزو کې يو شمېر خلکو ته مرګ ژوبله واوښته. يوه عيني شاهد له باختر آژانس سره په اړيکه کې څرګنده کړه چې په پېښه کې درې لاريون کوونکي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي. دغه راز د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چر د دغې پېښې په اړوند دوه سرتېري نيول شوي او تر څېړنې لاندې دي. هغه زياته کړه: د غزني د جاغوريو ولسوالۍ امنيه قوماندان او جنايي آمر له خپلو دندو ګوښه کړاى شوي او د زياتو تحقيقاتو په خاطر مرکز ته غوښتل شوي دي. همدارنګه له مرکز څخه يو پلاوى د قضيې د هر اړخيزې څېړنې په خاطر د جاغوريو ولسوالۍ ته استول شوى دى. ويل کېږي لاريون اوس هم دوام لري. پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته