
کابل، د غبرګولي ٢٠مه، باختر
په هرات کې د قرآن کریم د حافظانو ټولنې لخوا د ٢٠٠ کسانو ترمنځ د قرآن کریم د حفظ او قرائت سیالۍ ترسره شوې.
په هرات کې د قران عظيم الشان د حافظانو ټولنې غړي قاري حميدالله کريمي باختر آژانس ته وويل، چې دغه سيالۍ د قرآن کريم زده کړې ته د ځوانانو د هڅونې په موخه ترسره شوې دي.
په ورته وخت کې د قرائت په برخه کې یو تن ګډونوال قاري فرید وايي، چې په دې سیالیو کې د هرات د غوره قرائت کوونکي د لقب ګټلو لپاره له پنځو میاشتو راهیسې تمرین کوي.
هغه له مسوولینو او سوداګرو غوښتنه وکړه، چې د دا ډول سیالیو په ملاتړ سره دې د ولایتونو ترمنځ د سیالیو لپاره زمینه برابره کړي.
په هرات کې د قران حافظانو ټولنې د مسوول په وينا، په دې پړاو کې د ښار له بېلابېلو دارالحفاظونو څخه تنکيو ځوانانو نوم ليکنه کړې او د قاضيانو په شتون کې به د دې سياليو غوره کسان وټاکل شي.
لمر