
–کابل، د کب ۲۹مه، باختر
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د هرات ولایت د ولسوالیو له استازو او یو شمېر قومي مشرانو سره د قومونو او ولسونو د همغږۍ او اتحاد ناسته ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د یاد وزارت د مسلکي چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن حقاني، مل پلاوي، د یاد ولایت د ملکي ادارو رئیسانو، د کوچیانو شورا رئیس، قومي مشرانو او دینې عالمانو ګډون کړی وو.
په پیل کې د قومونو په استازيتوب څو تنو خبرې وکړې او د یاد وزارت د جرګو او همغږۍ د غونډو له جوړولو یې هرکلی وکړ او داسې غونډې یې د حکومت او ولس ترمنځ د واټن په کمولو کې ګټورې وبللې او د قومونو تر منځ په یووالي، اتفاق او یو بل منلو یې ټینګار وکړ.
د ناستې په پای کې د یاد وزارت د مسلکي چارو مرستیال شیخ عبدالرحمن حقاني ټولو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې د حکومت او خلکو په مرسته د هېواد د پولو ساتنه، د قومونو د شخړو حل کول او د قومونو ترمنځ همغږۍ او یووالی راوستل یې د دې وزارت دنده وبلله.
نوموړي وویل، که چېرته موږ متحد شو د نړۍ هېڅ زبر ځواک به دلته د حملې لپاره زړه ونه کړي او زموږ د هېواد خاوره به د هېڅ چا پر وړاندې ونه کارول شي.
غونډه د هېواد او ولس د اتحاد او ورورولۍ په دعا سره پای ته ورسېده.
لمر