
کابل، د لیندی ۸ مه، باختر
د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د سرطاني ناروغیو په تېره بیا د تلسیمیا څانګې د لومړي روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د هرات د صنايعو او کانونو د خونې رييس حميدالله خادم له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې د دې ودانۍ لګښت د لوېديځې حوزې د خلکو او خصوصي سکټور له خوا ورکول کېږي چې په لومړي پړاو کې شاوخوا ۵۰ زره ډالر راټول شوي دي.
په لوېديځه حوزه کې د وينې د سرطان ناروغیو مسوول آصف رحماني وايي، په یاده حوزه کې د وينې په سرطان ٦٠٠ ماشومان روغتونونو کې بستر دي، چې په هرو ۲۰ ورځو کې یو ځل وینه اخلي.
د هرات روغتیايي مسوولین وايي، چې د ماشومانو ترمنځ د یادو ناروغیو لامل نسبتي ودونه او جینیتیکي عوامل دي.
جهانیار