ټولنه

په برملې ولسوالۍ کې مېشتو وزيرستاني کډوالو ته د مرستو وېش پيل شو

ښرنه باختر د لیندۍ ۱۲ مه
د پکتیکا په برملې ولسوالۍ کې وزیرستاني کډوالو ته ژمني اړین توکي وېشل کیږي چې تر دې دمه دغه مرسته ۶۴۰ کورنیو ته وېشل شوې ده.
په دې مرسته کې خیمې، کمپلې، ترپالونه، څادرونه او د سوند لرګي شامل دي.
د پکتيکا والي محمد الیاس وحدت د باختر اژانس سیمه ييز خبريال ته وویل چې د مرستو دغه لړۍ به په شفاف ډول په ټولو کډوالو ووېشل شي.
هغه زياتوي چې ولايتي اداره تل هڅه کوي څو د اړو خلکو لاسنيوی په خپل وخت سره وکړي.
په ورته وخت کې بیا مرسته شويو کسانو له ولایتي ادارې څخه د مننې ترڅنګ هيله وکړه چې يادې مرستې ورته بسنه نه کوي او نورې مرستې هم ورسره وکړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته