خبرونهفرهنګ

په هرات کې د (مصباح القاري) او (مسجد خرقه مبارکه) کتابونو مخ کتنه وشوه

 کابل، د تلې ۱۴ مه، باختر

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسولینو نن په دغه ولایت کې د مصباح القاري او د (مسجد خرقه مبارکه) کتابونو مخ کتنه وکړه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولانا نعیم الحق حقاني د مخ کتنې په غونډه کې وویل چې داسې کتابونه عالمانو سره په دیني مسایلو کې مرسته کوي او دا شان لیکوالي هرات لپاره یو ویاړ دی او هیله یې څرګنده کړه چې د نورو لیکوالانو کتابونه هم مخکتنې ته وړاندې شي.

په همدې حال کې مولوي عبدالقدیر امیني د یادو کتابونو لیکوال وايي، چې مصباح القاري په اصلي کې د ابوالقاسم شاطبي اثر دی، چې په ۴ ه ق کال کې لیکل شوی دی.

هغه زیاته کړه، دغه کتاب له عربي ژبې څخه دري ته ژباړل شوی چې د تجوید، صرف، نحوې او قرائت پر موضوعاتو لیکل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې مصباح القاري د حرزالاماني او وجه التهاني شرحه او ژباړه ده، چې دغه اثار د علامه شاطبي له لوري لیکل شوي دي، ابو القاسم شاطبي په ۴ پېړۍ کې د عربي ژبې نامتو شاعر او لیکوال تېر شوی دی.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا