روغتیا

دسترګو متخصصين: د ړندوالي په سلوکې اتيا عوامل د وقايع او يا د مخنيوي وړ دي

کابل باختر د تلي دوه ويشتمه :
افغانستان په داسې حال کې د ړندو ورځ نمانځي چې په کال کې ٢٥ زره تنه په هيوادکې دخپلو سترګو روښنايي له لاسه ورکوي .
د باختر آژانس دخبريال دخبر له مخې:
د افغانستان دعامې روغتيا وزارت مقامات ړوندوالي د افغانستان د خلکو ترمنځ يوه روغتيايي ستونزه بولي .
دعامې روغتيا وزارت رسمي مقامات وايي: د نړۍ د روغتيايي سازمان د اټکلونو له مخې په افغانستان کې په کال کې ٢٥زره تنه انسانان د خپلو سترګو روښنايي له لاسه ورکوي. په داسې حال کې چې ړندوالي په سلوکې ٨٠ عوامل د درملنې وړ دي .
د سترګو د ډاکترانو ټولنه د عامې روغتيا وزارت او د هغو نورو موسسو په همکارۍ چې روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي؛ په پام کې لري چې تر ٢٠٢٠ ميلادي کال پورې هغه عوامل له  منځه وړي چې دسترګو دناروغيو سبب کيږي .
  په هيواد کې د سترګو متخصصين په دې باور دي چې د ړندوالي په سلوکې اتيا عوامل د وقايع او مخنيوي وړ دي؛ که چيرې د سترګو د ناروغيو په وخت کې په خپل وخت ډاکتر ته مراجعه وشي.
سترګه د بدن يو ډير ظريف او نازک غړى دى چې په ډيرکوچني ګوزار سره زيانمنه کيږي.
د ډاکترانو په نظر: د افغانستان خلک د اوږدو جګړو او په ګازونو او وړانګو سره د ويجاړونکو وسلو د کارولو په دليل د ړندوالي له خطر  سره مخامخ دي .
  يو زيات شمېر ړانده شته چې د جګړو په دوران کې د چاودنو له امله د خپل بدن د غړو له لاسه ورکولو ترڅنګ  سترګې يې هم ړندې شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته