کابل باختر د چنګاښ پنځلسمه : اته ويشت تنه وسله وال طالبان پرون په فراه ولايت کې ووژل شول . د فراه ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان دفراه ولايت د پرچمن ولسوالۍ درباط بالا ، رباط پايين او کمرک په کليو کې ووژل شول . محب زياته کړه چې؛ په دغو هوايي بريدونوکې ديارلس تنه نور وسله وال طالبان وژل شوي او د دښمن پنځه موټرسايکلونه هم په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي . ختم_ ف _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ