امنیت

٧٩ تنه نور طالبان ووژل شول .

کابل باختر د وږي   يوولسمه :
دملي اردو د ځواکونو په هغو چاڼيزو عملياتو کې چې دهيواد په څوارلسو ولايتونوکې ترسره شول  ٧٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دغو عمليات کې چې دفراه ولايت دبکوا او ګلستان په ولسواليو ، دلوګر ولايت په مرکز او دمحمداغې او خوشي په ولسواليو ، دکندز ولايت دخان اباد ، دسرپل ولايت په مرکز  او د کوهستاناتو په ولسوالۍ دبغلان ولايت ددهنه غوري ، دفارياب ولايت  دالمار ، قيصار  او دغورماچ ، دتخار ولايت دخواجه غار ، دروزګان ولايت دخاص روزګان ، چهارچينو ، سراب او دچنارتو، دداکيندي  ولايت  دکجران  او ګيزاب ، د قندهار ولايت دنيش ، خاکريز ، غورک ، پنجوايي او دژيړي  ، دزابل ولايت دشينکي  ، دهلمند ولايت دنوزاد، ، موسى قلعه او دګرمسير  ، دغور ولايت  دچارسدې او دغزني ولايت مقر ، قره باغ او دګيرو دولسواليو په ځينوسيموکې دتروريستانو  ډار اچوونکو دځپلو په مقصد ترسره شول دطالبانو ديوسرګروپ په ګډون ٧٩  تنه وسله وال طالبان ووژل شول  ٢٩ تنه ټپيان او يوولس تنه نور ونيول شول .
ددغو عملياتو په بهير کې  يوه اندازه وسلې ، مهمات اونور پوځي تجهيزات هم دملي اردو د ځواکونولاس ته ورغلي دي .
ديوبل خبر له مخې دملي اردو اووه تنه سرتيرى په واټونوکې دماينونو چاودنو او ددښمن ددرندو وسلو د ډزو له امله شهيدان شول .
دملي دفاع  وزارت ددندو په بهير کې  ددغو سرتيرو شهادت تاييد کړ خو دپيښو سيمې يې مشخصې نه کړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته