امنیت

د دوو قومونو ترمنځ دجګړې له امله دوه تنه ووژل شول.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٧
په لوګر ولايت کې د دوو قومونو ترمنځ دجګړې له امله دوه تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
دوه تنه دلوګر ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول باختر آژانس ته وويل :ددغه ولايت په مرکز پل علم پورې اړوند ښار دالتمور دکلي دساروان خيلو او نور خيلو قومونو د اوبو دويش پرسر ناندرې ووهلې چې دغه ناندرې ددغو قومونو ترمنځ دجګړى سبب شوې او له امله يې له دواړو لورو څخه دوه تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
ددغې جګړې له پيل سره جوخت امنيتي ځواکونه ساحې ته ورسيدل او جګړه يې پاى ته ورسوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته