سیاست

جمهور رئیس غني د هالنډ او ناروې هېوادونو د سفیرانو باورلیکونه ومنل

کابل باختر  د وږي دولسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون د هالنډ د نوي سفیر ګوفري وان لیوون او د ناروې د نوې سفیرې ماري سکیر باورلیکونه په جلا تشریفاتي مراسمو کې ومنل.
دجمهور رييس دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ .
په جلا مراسمو کې د یادو سفیرانو د باورلیکونو وړاندې کول چې په ارګ کې ترسره شول او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم حضور درلود، جمهور رئیس غني او د هالنډ او ناروې هېوادونو سفیرانو د افغانستان او یادو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا او د ټولو پام وړ موضوعاتو په هکله بحث او خبرې وکړې.
جمهور رئیس غني  د یادو هېوادونو سفیرانو ته د ښه راغلاست پرمهال  له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هالنډ او ناروې هېوادونو مرستو څخه مننه وکړه او یادو سفیرانو ته یې په نویو ماموریتونو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
د هالنډ او ناروې سفیرانو ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د خپل ماموریت په دوران کې به له افغانستان سره د خپلو هېوادونو د اړیکو د لا پراختیا کوښښونه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته