ټولنه

دښځوپرخلاف د تاوتريخوالي دبندولودتطبيق

کابلباختردميزان ٩
دښځوپرخلاف د تاوتريخوالي دبندولودتطبيق اودهغودعاملينودمجازاتودتطبيق لپاره  د لاسليکونود راټولولو  ترعنوان  لاندې   پروګرام  نن  په   پنجشير ولايت کې تر سره شو
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې  :  دغه  پروګرام دافغان ښځو او   ماشومانو د ملاتړاو پرمختيادموسسې له خوا د دغه ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ په رياست کې ترسره شو او ټا کل شوې ده په ټولو دولتي ادارو کې په ګرځنده ډول ديوساعت لپاره هم  تر سره شي .
ددغې موسسې مسوولې ظهراستيز وايي دغه پروګرام دهيواد په کچه ديومليون لاسليکونو دراټولولو  لپاره پيل شوى دى او  پنجشيردريم  ولايت دى  چې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دبندولو داعلام په خاطر لاسليکونه دکاغذ پرمخ کيږي .
ويل کيږي دغه پروګرام په داسې حال کې په دغه ولايت کې پيل شوى دى چې تراوسه پورې  په دغه ولايت کې دښځو پرخلاف د تاوتريخوالي جدي موارد نه دي محسوس شوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته