کابل باختر د تلې اوومه :
په ننګرهار ولايت کې نشه يي توکي کشف شول .
په دغو توکو کې ٢٤ کيلوګرامه چرس شته .درارسيدلو خبرونوله مخې دغه توکي تير ماښام دجلال اباد _ تورخم دلوى لارې په اوږدو کې دمومند درې ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف شوي دي .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياټي باختراژانس ته خبر ورکړ چې قاچاق وړونکو د چرسوانډې په مهارت سره په يوه موټر کې ځاى پرځاى کړي وو .
ده وويل قاچاق وړونکي دامنيتي مامورانو له رسيدوسره سم وتښتيدل او دهغوى دپيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي .
ختم_ ف _ اکرم