خبرونهورزش

په هرات کې د والیبال او نورستان کې د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

کابل، د وږي لومړۍ نېټه، باختر

د نورستان په مرکز پارون کې د غېږ نیونې او په هرات کې د خپلواکۍ د ۱۰۳ کالیزې د اوونۍ په ویاړ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امر جميل الرحمن جوهري وايي، چې د سیالیو د ترسره کېدو موخه د خپلواکۍ د ۱۰۳ کالیزې نمانځل دي.

په همدې حال کې په هرات ولایت کې د خپلواکۍ د اوونۍ په ویاړ د دوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې. هریوا لوبډلې په دغو سیالیو کې یاران لوبډلې ته ۳/۲ پر وړاندې ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

س.صدیقي

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا