
کابل، د زمري٢٤ مه، باختر
د هرات د بدني روزنې او ورزش رييس په يوه غونډه کې د دغه ولايت د ورزشي ستونزو پر لرې کولو ټينګار وکړ.
هغه دغه څرګندونې پرون د ورزشي فدراسيونونو له مسوولينو سره په يوه غونډه کې وکړې.
مولوي ګلاب الدين خپلواک په دې غونډه کې د دغه ولايت د ورزش د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او د ورزشي فدراسيونونو د مسوولينو نظريې وڅېړلې.
دغه راز په دې غونډه کې يوه مهمه مسله چې پرې خبرې شوي د افغانستان اسلامي امارت د برياليتوب د زمري ٣٤ مې د نمانځنې په مقصد د ورزشي نندارو په اړه خبرې وشوې.
\ ج