سیاست

فضل هادي مسلميار د پارلماني خبريالانو دکميټې له مسوولينوسره وکتل

کابل  باخترد   ثور  دمياشتې  ٢٤ :
دمشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار نن دپارلماني خبريالانو له مسوولينو سره په داسې  حال کې  چې د  دارالانشا لوى رييس سيد حفيظ الله هاشمي هم حاضر و؛ دملي شورا په مقرکې وکتل.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: په دې کميټه کې د بېلابېلو رسنيو هغه په لسګونو تنه استازي شامل دي چې د پارلمان ودانۍ ته د ننوتلو کارت لري او د دواړومجلسونومطالب او رپوټونه برابروي اودخپلو رسنيو له لارې يې خپروي.
په دې کتنه کې د پارلماني خبريالانو دکميټې رييس اباسين زهير او څوتنوغړو دخپلوکاري فعاليتونو په بهيرکې د دارالانشا او د هغې د اطلاعاتو اوعامه اړيکو د رياست د هميشنيوهمکاريو له امله دمننې په ترڅ کې د يوکاري دفتر په ګډون د ځينو اسانتياوو د برابرولو غوښتنه وکړه.
دمشرانو جرګې رييس د ديموکراسي پربنسټ دنظامونو د يوې ستنې په توګه د رسنيو د رول په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې اوسني سياسي نظام د مقاماتو مال نه بلکې دافغانستان دمجاهدو خلکو دمبارزو او اتلواليو نتيجه ده او د دولت درې ګونې خواوې د رسنيو په مرسته مکلفيت لري چې د اوسني نظام  د برياليتوبونو ملاتړ او دفاع وکړي.
مسلميار دافغانستان دپارلمان دکاري فعاليتونو دمنعکس کولو په لاره کې د دوى هلې ځلې  وستايلې او د دارالانشا لوى رياست ته يې لارښونه وکړه چې د يوکاري دفتر په  ګډون دغې کميټې ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
دغه راز د مشرانو جرګې دويم نايب  رفيع الله ګل افغان دملي امنيت دلوى رياست له مرستيال سره وکتل.
په دې کتنه کې ده ددغه رياست  د وروستيو برياليتوبونو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې دملي امنيت منسوبين دخلکو په همکارى اودملي پوليسو اودملي اردو په نه ستړي کيدونکوهلوځلوسره دهيواد ددښمنانو ډير تروريستي پروګرامونه شنډکړي اويوشمير تروريستان يې نيولي دي.
دمشرانوجرګې دويم نايب دهيواد دبيلابيلو سيمو د امنيت په تامينولوکې  د امنيتي ځواکونو د زياتو فعاليتونو له امله مننه وکړه او ټينګاريې وکړ چې د هيوادخلک ،  ټولګټې موسسې اوتعليمي اوتحصيلي مرکزونه دګټورو امنيتي تدبيرونو د نيولو لپاره د امنيتي منسوبينو پاملرنه ته اړتيالري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته