امنیت

د ځانمرګي بريد د خبر نوي جزئيات

دلوګر داستيناف څارنوالۍ نوى معرفي شوى څارنوال له شپږو تنو کارکوونکو سره  ووژل شو

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٦ :
د لوګر سيمه ييزمقامات  تائيدوي  چې دلوګر د استيناف څارنوالۍ  نوى معرفي شوى  رئيس محمداکرم نجات  د لوګر ولايت داستيناف محکمې  له شپږو تنوکارکوونکو سره  د وسله والو مخالفينو په بريد کې ووژل  شو.
دلوګر د والي وياند سليم صالح د باخترآژانس خبريال ته وويل : چې محمداکرم نجات  څوشيبې مخکې د دغه  ولايت داستيناف  څارنوالۍ درئيس په توګه  معرفي شوى و.
د صالح دڅرګندونوله مخې : په دې پيښه کې  ٢٣  تنه نور چې دلو ګر ولايت د استيناف محکمې کارکوونکي او عام خلک  پکې شامل دي ،   ټپيان  شوي دي.
د لوګر سيمه ييز مقامات وايي  چې  يرغلګر درې تنه و  او د  افغان امنيتي 
  ځواکونوله خوا وځپل وشول.
مخکې له دې محمدحليم  تائيد کړه  چې  دغه  کسان  په  پوځي  جامو کې   دمحکمې  ودانۍ ته  ننوتي  و.
ددغه بريد مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه  اخيستى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته