فرهنګ

د ( بهاري په نامه ) دانځورګرى داثارو نندارتون پرانستل شو .

-کابل باختر د وري  اتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت سرپرست  پوهاند محمد رسول باوري نن په ملي نګارستان کې  د ( بهاري )  دانځورګرى داثارو نندارتون پرانست .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په دې نندارتون کې  دنجونو اوهلکانو  په ګډون  ديوشمير ځوانو هنرمندانو دانځورګرى  ، خطاطۍ ، رسامۍ اود ميناتورى اثار نندارې ته وړاندې شوي دي .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  پوهاند محمد رسول باوري ددغه نندارتون دپرانستلو په مراسمو کې  په داسې حال کې چې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سلاکاران ، رييسان او ويندوي  ،  يوشمير هنرمندان او  مينه وال هم حاضر و ،  دهنر دارزښت په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل  چې هنرمندان په دوو حالتونو کې  زيات هنرونه  رامنځته کوي . دخوشحالى او غم په حالتونوکې په انځورګرى  رسامۍ او شعر ويلو لاس پورې کوي .
ده وويل چې دغه دوه حالتونه هنرمندانو ته  د سوژې  زمينه برابروي .  چې خپل  فکري  استعدادونه  څرګند کړي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ددې تر څنګ چې  ددغه نندارتون  د هنرمندانو دکړنو له امله  قدرداني وکړه  څرګنده کړه  : هنرمندان بايد زياتې هڅې وکړي  چې په ځان ډډه ولګوي او که چيرې  په ځان ډډه ونه لګوي  پرمختګ او ترقي نه کوي .
پوهاند باوري ټينګار وکړ چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  دهنرمندانو په خدمت کې دى او دنندارتونوپه جوړولو کې له هغوى سره  همکاري کوي .
دغه راز  دهنرستان رييس  محمد هاشم شارق  هم په خبرو کې ددغه نندارتون دهنرمندانو کړنې دقدر وړ وبللې او ويې ويل چې  له محدودو امکاناتو سره سره  هنرمندان  په هغې مينې او علاقمندى سره چې له خپلو هنري کارونوسره يې لري  ښکلي اثار  رامنځته کوي . 
په دغو مراسمو کې دګلوبل هوپ  موسسې مسوول  هم خبرې وکړې او ددغه نندارتون دهنرمندانو  هنري کړه وړه يې  دقدر وړ وبلل او ټينګار يې وکړ چې دغه بنسټ  دافغانستان  دهنرمندانو دټولنې  ملاتړ کوي .
دغه راز زلمي خالقي چې  دخپل ګنګې ورور احمد خالقي په استازيتوب  چې د هغه دانځورګرى اثار په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي دي  او سيدې سادات  دنورو په استازيتوب  خبرې وکړې او ددغه نندارتون جوړولو په برخه کې  دهمکارى په خاطر يې  داطلاعاتواوفرهنګ له وزارت  او له ملي نګارستان څخه  مننه وکړه .
  دملي نګارستان مسوولې  صابرې رحماني  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې دغې ادارې  دهنرمندانو دزياتې هڅونې په خاطر  تل هلې ځلې کړي دي  چې له هنرمندانو سره  دهميشنيو همکاريو په لړ کې ، دهغوى دهنري اثارو درامنځته کولو زمينه برابره کړي او ويې ويل  چې  ملي نګارستان  تل  دهېواد  دهنرمندانو  په خدمت کې دى .
دنندارتون دپرانستلو په بهيرکې  دملي تياتر  دهنرمندانو له خوا  تمثيلي پارچه او د موسيقي  دروزنې رياست  دهنرمندانو په واسطه دموسيقي  پارچې او سندرې اجرا شوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته