خبرونهورزش

په هرات کې د ولسوالیو ترمنځ د والیبال سیالیو پچې اچونې پیل شوې

کابل، د زمري ۷ مه، باختر

د هرات د ولسواليو ترمنځ د واليبال جام د سیالیو پچې اچونې د دغه  ولايت د بدني روزنې او ورزش د رئيس مولوي ګلاب الدين خپلواک او د ولسواليو د ورزشي استازو په شتون ترسره شوې.

په دغه پچې اچونې کې د هرات له ولسواليو څخه د واليبال ١٢ ټیمونو به ګډون وکړي.

مولوي خپلواک  د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د هرات په ولسواليو کې د ورزش د فرهنګ وده او پراختيا د ورزش د رياست له لومړيتوبونو څخه دى. دغه راز خپلواک د ولسواليو له ورزشي استازو وغوښتل، چې د معياري سياليو ترسره كولو ته جدي پاملرنه وكړي او د واليبال فني او مسلكي ټکي په پام كې ونيسي.

خپلواك وايي، هيله لري چې د دغو سياليو په ترڅ كې به د دغو ورزشكارانو تر منځ غوره څېرې وپېژندل شي او د دوى لپاره به په ټاكنو او ملي سياليو كې د ګډون زمينه برابره شي.

ټاکل شوې چې دغه سيالۍ د اسد د مياشتې په اوومه نېټه د تابان په ورزشي ډګر او د دغو سياليو پايلوبه د ميرويس صادق په جمنازيوم کې ترسره کيږي او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا