فرهنګ

د نوروز د لرغوني جشن د جوړولو لپاره د تياري کميسيون غونډه وکړه

کابل باختردکب دمياشتې١٢ نيټه :
د نوروز د لرغوني  جشن د جوړولو لپاره د تياري کميسيون نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست پوهاند محمدرسول باوري په مشرۍ  غونډه وکړه .
د باخترآژانس دخبريال  دخبرله مخې ؛  دغونډې په پيل کې  پوهاند محمدرسول باوري وويل  چې، دغه کميسيون  د جمهور رئيس  د لارښوونې له  مخې  جوړ شوى دى چې يوويشت غړي لري او هدف يې   په پرتمين ډول  د نوروز  نمانځل دي.
د ده د څرګندونوله مخې ؛ د نوروز جشن  يو سيمه ييز فرهنګ دى  چې هرکال    د نوروز حوزې  د هېوادونو له خوا نمانځل کيږي  او سږکال به   د سيمې په کچه ترکيه يا آذربايجان  کوربه وي.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  زياته کړه چې د ښېې همغږۍ په خاطر اړتيا ده هغه ادارې چې نوروز نمانځي مشخصې شي،  څو په همغږۍ سره په پرتمين ډول ونمانځل شي.
ده دغه رازتينګار وکړ  چې، د نوروز  د نمانځلو په مراسمو کې دکتاب  او دلاسي صنايعو  نندارتون  جوړيږي او ورزشي نندارې ته  وړاندې کېږي.
پوهاند باوري د کميسيون  له پتې څخه  د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  ټولو رياستونو ته هم لارښوونه وکړه چې، دغه کميسيون دې د ولايتونوپه کچه  هم  جوړ شي، څو  له دغې ورځې څخه د نمانځنې په برخه کې همغږي رامنځته شي .
د کميسيون غړو د دغې ورځې د نمانځنې په خاطر په رسنيزو خپرونو ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې، دنيالګيو دايښودلو پروګرام دې هم ترسره شي.
دوى  د نوروز په نمانځلو کې داړوندو ادارو همغږي اړينه وبلله او طرحه يې کړه  چې بايد  دغه ورځ  د فرهنګي  عرف په توګه  ونمانځل شي .
دکميسيون  غړو پريکړه وکړه چې  د ښيې  همغږۍ په مقصد دې راتلوونکي غونډه د چهارشنبې په ورځ  جوړه شي.
د  راتلوونکي کال د  نوروز جشن (   يو نيالګى د ځان لپاره  اويو نيالګى د سمسور افغانستان لپاره )  تر شعار لاندې  نمانځل کېږي .پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته