خبرونهورزش

په هرات کې د ووینام فدارسیون مډال راوړونکي لوبغاړي وستایل شول

کابل، د لړم ۲۲مه، باختر

د هرات ولایت ورزشي مسوولینو نن د دغه ولایت د ووینام فدارسیون مډال راوړونکي لوبغاړي وستایل.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس مولوي ګلاب الدین خپلواک په دغه ستاینغونډه کې په ننګرهار ولایت کې د ترسره شویو سیالیو په پایله کې د هرات د ووینام لوبغاړو لاسته راوړنې وستایلې او هغوی ته يې د لا زیاتو بریاوو هیله څرګنده کړه.

نوموړي زیاته کړه، چې د هرات لوبغاړي په ټولو برخو کې ښې لاسته راوړنې لري او  په ټولو ملي سیالیو کې يې د هرات نوم لوړ ساتلی دی.

د یادونې وړ ده، چې په ننګرهار کې د ووینام په ملي سیالیو کې د هرات ولایته څخه ۴ لوبغاړو ګډون کړی وو او ۳ تنه يې د مډال په اخیستلو بریالي شول.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا