ټولنه

د روڼتیا او حساب ورکولو په موخه یو ورځنۍ پوهنغونډه جوړه شوه

کابل/ باختر/ د مرغومي د مياشتې ١
په خوست ولایت کې نن د ښې حکومتوالۍ په چوکاټ کې د روڼتیا او حساب ورکونې په موخه د ولایت مقام په نوښت او د ملګرو ملتونود سازمان د سیاسي دفتر ( یوناما) په مالي او تخنیکي همکارۍ یو ورځېنۍ پوهنغونډه جوړه شوه چې په کې د ولایت مقام مرستیال،د ولایتي شورا مرستیال او غړو،رېیسانو،ولسوالانو،دیني عالمانو،قومي مشرانو،مدني فعالانو او خبریالانو په کې ګډون کړی وو.
پوهنغونډې ته د ولایت مقام مرستیال شېربادشاه ارګوني په خوست ولایت کې د ښې حکومتوالۍ د لا ټينګښت لپاره له ترسره شویو هڅو او لاسته راوړنو یادونه وکړه .
((ده وویل ښه حکومتوالي د ټولو بنسټيزو پرمختګونو مهم بنسټ دی نو په همدې مناسبت خوست ولایتي ادارې د دغه مهم اصل د پياوړتيا او پرمختګ لپاره په بېلابېلو پړاونو کې اوچت ګامونه اخېستي دي .
ورکشاپونه او سمینارونه جوړ شوي،له مسوولو چارواکو او مامورینو سره د مهال وېش له مخې ځانګړې ناستې شوې،ولسوالیو ته کاري سفرونه شوي،د مکافاتو او مجازاتو اصل پلي شوی،له بېلابېلو ادارو څخه ناڅاپي لیدنې شوي او همداشان د حساب ورکونې او شفافیت د دود د پياوړتیا او دحکومتوالۍ په چارو کې دلا ښه والي لپاره د ټولو ادارو مسوولینو په ژوندۍ بڼه دخوست ملي راډیو ټلوېزیون د لارې خپلې کړنې له ولس سره په مخامخ ډول شریکې کړي او د اورېدونکو پوښتنو ته یې ځوابونه ویلي دي .
ارګوني زیاته کړه چې په خوست کې د حکومتوالۍ لپاره زیات کار شوی خو دده په وینا ډېره اړینه ده چې د قانون دواکمنۍ لپاره ولس او حکومت په ګډه کار وکړي ترڅو ټول هغه اهداف چې د افغانانو د سوکالۍ او هوساینې لپاره ټاکل شوي په اسانۍ سره ترلاسه شي. ))
د ولایتي شورا مرستیال د روڼتیا او حساب ورکونې په برخه کې د ورکشاپ جوړول نېک اقدام وباله ،ده وویل دخوست په اداري حالت کې د ولسي ستونزو د هواري لپاره مهم اقدامات شوي خو دده په وینا په ټولو ولایتونو کې د صلاحیتونو په اړوند ځينې مشکلات شته چې د اصلاحاتو او مثبت بدلون خنډ ګرځي .
ده په مرکزي حکومت غږ وکړ چې په دې برخه کې خاصه پاملرنه وکړي ترڅو د اصلاحاتو پروسه ګړندۍ او پړاوونه یې په خپل وخت سرته ورسیږي .
په پای کې  د اجنډا له مخې د افغانستان د اداري فساد په وړاندې د مبارزې  مسوول خان زمان امرخېل د روڼتیا او حساب ورکونې په تړاو برابر کړي معلومات وړاندې کړل او د دې لپاره چې څنګه کېدای شي په حکومتوالۍ کې د روڼتیا او حساب ورکونې سېستم پیاوړی شي په دې تړاو د پوهنغونډې ګډونوالو اړین بحث وکړ او ژمنه وشوه چې د دغه هدف لپاره به په پوره مسوولیت سره دوامداره کار کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته