امنیت

د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې د دښمن درنه مرګ ژوبله

کابل باختر د  زمري  ٢٤:
د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۱۴ ګډ تعرضي او چاڼیزعمليات ،۹۱ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۲ګوزارونه یې د جګړه مارانو او ترهګرو  په ځالو او مرکزونو، د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې په لاره ترسره کړي دي، د افغانستان  دهوایي پوځ الوتکو ۱۱۰الوتنې د ملي اردو  د ځواکونو  د ملاتړ په موخه تر سره کړي دي.
دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړد ننګرهار، غزني، پکتیا، قندهار، ارزګان، زابل، فراه، بادغیس، فاریاب، بلخ، کندز او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې د فاریاب ولایت دګرزیوان او  غورماچ  په ولسوالۍ کې ۱۸ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی، د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ د لوارو او پیرلکه په سیمو کې ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۲۰ تنه ټپيان، د ارزګان ولایت مرکز  اړوند تالاني په سیمه کې ۱۳ تنه ترهګر له منځه وړل شوي او د فراه ولایت د خاک سفید په  ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپيان او ۸ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي.
همدا راز د خوست ولایت د نادر شاه کوټ په ولسوالۍ کې د حقاني شبکې ۳ تنه غړي وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی، او د ننګرهار ولایت د هسکې مینې په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي .ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي هوډ او اراده لري.پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته