دجلال اباد ښار باختردمرغومي دمياشتې٢١نيټه:
په ننګرهار ولايت کې په سلګونو کورنۍ د لومړي ځل لپاره د څښاک په روغتيايي اوبو لاسرسي پيدا کړ .
د څښاک د روغتيايي اوبو د دوو شبکو په جوړيدو سره په لعل پورې ولسوالۍ کې د څښاک د روغتيايي اوبو له پلوه د سلګونو کورنيو ستونزې لرې شوې .
د ننګرهار ولايت د لعل پورې ولسوال نعمت الله نوروزي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د اوبو رسولو د دغو دوو شبکو په جوړيدو سره څه دپاسه ٤٠٠ کورنۍ د لومړي ځل لپاره د څښاک په روغتيايي اوبو لاسرسي پيدا کوي.
کليوالي خلک له دې امله چې د لومړي ځل لپاره يې د څښاک په روغتيايي اوبو لاسرسى پيدا کړى، زيات خوښ دي.
دوى وايي چې له زياتو کلونو راپه دې خوا له ککړو اوبو څخه د استفادې په دليل په ډول ډول ناروغيو اخته شوي دي .
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل