سیاست

په افغانستان کې د ناتو شتون په سيمه کې د ټيکاو لپاره ګټور دى

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١٦
د ناتو د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه نن د بلجيم په پايتخت بروکسل کې په رسمي ډول پيل شوه.
د باختر آژانس د خبرله مخې :
په افغانستان کې امنيت او ټيکاو د دغې غونډې د خبرو کليدي موضوعګانې دي. د ناتو عمومي منشي ينس ستولتنبرګ د دغې غونډې له پيل کيدو څخه يوه ورځ مخکې په يوه خبري غونډه کې وويل چې د دغې غونډې په دويمه ورځ به د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ د ماموريت قوماندان جنرال جان نيکلسن او په افغانستان کې د ناتو جګپوړي ملکي استازي اسماعيل آراماز د افغانستان دامنيتي حالاتو په باب خبرې وکړي.
ستولتنبرګ زياته کړه چې له رباني سره په کتنه کې به په عمده توګه له افغان ځواکونو سره د لا زيات ملاتړ او په افغانستان کې د اصلاحاتو د بهير په باب خبرې وکړي ، هغه موارد چې د ده په خبره د نړيوال ملاتړ دوام ته اړتيا لري.
ستولتنبرګ په افغانستان کې د ناتو ماموريت مهم وباله او ويې ويل: په افغانستان کې د ناتو شتون له تروريزم سره د مبارزې په کارکې زموږ د اوږدمهالې ژمنې څرګندوى دي. په افغانستان کې زموږ شتون دغه راز په سيمه کې له ثبات او هم د مهاجرينو او پناه غوښتوونکو د ورتګ له مخنيوي سره مرسته کوي.
د افغانستان په باب خبرې د ناتو د غوڅ ملاتړ د ماموريت په چوکاټ کې د ناتو د ٢٨ غړو هېوادونو استازو او د ناتو له چوکاټ څخه بهر د هغو شريکانو په ګډون چې په افغانستان کې سرتيري لري، د چهارشنبې په ورځ ترسره کيږي.
همدا اوس کابو ديارلس زره تنه نړيوال پوځيان په افغانستان کې فعاليت کوي.
د ملګرو ملتو د سازمان او د اروپا د اتحاديې استازو ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړ شوې ده .
نن د سه شنبې په ورځ، د ناتو د بهرنيو چارو د وزيرانو د غونډې په لومړۍ ورځ  د ناتو او د اروپا د اتحاديې ترمنځ د اړيکو د ټينګښت د ناتو له پولو څخه بهر د ثبات او هم د اوکراين د موضوع په باب خبرې کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته