خبرونهاقتصاد

په هرات کې د يو سړک بیارغولو چارې پيل شوې

کابل، د زمري ۱۶ مه، باختر
د هرات ښاروالۍ مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د یو سړک د بیارغولو چارې پرون پیل شوې.
دغه سړک ١٧٠٠ متره اوږدوالي او ٥ متره سور لري د هرات ښاروال حيات الله مهاجر فراهي د دغې پروژې د کار د پرانستلو په مراسمو کې د کار پر کيفيت ټينګار وکړ.
نوموړي باختر آژانس ته وويل چې د دوى د فني څېړنې ډلې به تل د دغه سړک د جوړولو څارنه وکړي.
ټاکل شوې ده د دغه سړک د جوړولو او پخولو کار ٤ مياشتې دوام وکړي.
د هرات خلکو د دغه سړک د بیارغولو کار هرکلی وکړ.
ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا