ټولنه

په تورخم کې د ناثبتو شويو کډوالو د ستونزو د حل په موخه مرکز جوړ شو

جلال اباد باختر د غويي د مياشتې ۳۱ مه
  په تورخم  کې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړيوال سازمان له خوا د يو نيم ميليون امريکايي ډالرو په لګښت د ناثبتو شويو کډوالو د ستونزو د حل په موخه يو مرکز جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د دغه مرکز د پرانستې مراسمو ته د ننګرهار ولايت په مسولينو سربېره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړيوال سازمان استازی او د دغه سازمان د عمومي مشر مرستياله هم ورغلې وه.
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړيوال سازمان د عمومي مشر مرستيالې لورا ټامسن  باختر اژانس ته وویل چې دغه مرکز د راستنېدونکو کډوالو لپاره ځکه مهم دی، چې هغوی ټول لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.
هغې زياته کړه، د دغه مرکز په مټ به وکولای شو چې، هغو کورنيو ته هم د مرستې زمينه برابره شي، چې په پاکستان کې ثیت شوې نه دي او اوس بېرته افغانستان ته راستنېږي.
د ننګرهار ولايت د کډوالو چارو ريېس غلام حيدر فقيرزي وويل، چې دغه مرکز د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړيوال سازمان  ادارې د يو نيم ميليون ډالرو په لګښت رغول شوی، چې يوه برخه يې په صفري نقطه او بله يې هم له صفري نقطې لږه لرې موقعيت لري.
د غلام حيدر فقيرزي دڅرګندونو له مخې هره ورځ له دوو سوو نه تر څلور سوو پورې کورنۍ بېرته هیواد ته راستنېږي، چې نيمايي يې ناثبت کډوال دي او له ټولو سره په همدغه مرکز کې مرستې ترسره کيږي.
فقير زي زياته کړه چې دغه  مرکز روغتيايي برخه هم لري، چې ناروغو کډوالو ته روغتيايي اسانتياوې برابروي او هم به هغو کډوالو ته د شپې پاتې کېدو اسانتياوې  برابر کړي، چې له پاکستانه څخه د راتګ پرمهال پرې نا وخته شوی وي او خپلو ځايونو ته نه شي رسېدلی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته