(PS)خبرونه(PS)امنیت

په هرات کې د پاسپورټ د جعلکارانو يوه ډله ونيول شوه

کابل، د وږي ۲۷مه، باختر

د هرات د امنیې قومندانۍ مسوولین په دغه ولایت کې د پاسپورټ جعلکارانو د یوې پنځه کیسزې ډلې د نیولو خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې  د امنیې قومندانۍ د جنايي مديريت د څارنې او نيولو امريت منسوبينو د يوه کشفي او هدفي عملياتو په ترڅ کې ۵ تنه نيولي چې د جعلي پاسپورټونو، جعلي ويزو د تجديد او په مسلکي ډول يې د دغه ولايت له وکړو څخه پیسې اخیستې.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاسپوټ عمومي ریاست او په ولایتونو کې اړوند مدیریتونو تل له پاسپورټ غوښتوونکو بار – بار غوښتنه کړې چې د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره له قانوني لارو چارو کار واخلي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا