خبرونهورزش

په هرات کې د پاور لفتنګ سيالۍ ترسره شوې

کابل، د زمري ۱۶ مه، باختر
د هرات د پاورلفتنګ فدراسيون د نمايندګۍ د منتخبو سياليو لسمه دوره د بدني روزنې د رئيس او غړو، د فدراسيونونو رئيسانو او د يو شمېر ښوونکو او استادانو پر وړاندې د ميرويس صادق په جمنازيوم کې ترسره شوه.
په دې سياليو کې له لسو ورزشي کلپونو څخه ٥٠ ورزشکارانو ګډون کړى او د سکوار او د ليفت په برخو کې سيالۍ وکړې.
د هرات د پاور لفتنګ فدراسيون رئيس علي رضا رفيع زاده باختر آژانس ته وويل چې په دغو سياليو کې ٩ تنه په ملي سياليو کې د ګډون لپاره انتخاب شول.
د دغو سياليو په پاى کې پر برياليو ورزشکارانو مډالونه ووېشل شول.
\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا