جلال اباد باختر د وږي ۱۴ مه
د ننګرهار د عامې روغتیا د روغتيايي قوانینو او بررسۍ کمېسیون د جلال اباد ښار د پوهنتون تدریسي روغتون ته څېرمه پنځه درملتونونه نغدي جریمه کړل.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې، د بررسۍ په پایله کې د (stiflis company ) درمل چې په قاچاقي توګه راوړل شوي و او پلورل کېدل راټول او د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ډيپو ته د کمېسیون په حضور کې انتقال شول .
خوږياڼي زیاته کړه چې کمېسیون د څارنې او بررسۍ په پایله کې د نسخو کنټرول هم وکړ او روغتيايي مسوولينو ته يې خبرداری ورکړ،چې د قيدي نسخو ليکلو او په لوړ قیمت د درملو له پلورلو څخه ډډه وکړي.
پای/وصال
1 1 دقیقه لوستل