امنیت

په مارجه کې د وسله والو طالبانو دوه مشران ووژل شول

لښکر ګاه باختر د مرغومې ۳ مه
د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د دوو تنو مشرانو په ګډون اته تنه مخالفان وژل شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د دغه ولایت په مارجې ولسوالۍ کې چاڼيز عملیات پيل شوي دي.
دى زیاتوي چې د افغان ګډو ځواکونو له خوا په پیل شويو عملياتو کې تر اوسه د وسله والو طالبانو د دوو تنو مشرانو په ګډون اته تنه مخالفان وژل شوي دي.
ځواک وايي چې عملیات لا هم په بریالیتوب سره دوام لري او ترهغو به دوام وکړي،څو سیمه د وسله والو له شتون څخه پاکه شوې نه وي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته