کابل باختر دمرغومي اتمه :
امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتوکې د يو لړچاڼيزو عملياتو په بهيرکې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل .
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو دپکتيا، ارزګان، زابل، قندار او دننګرهار د ولايتونوپه مربوطاتوکې جلاجلاچاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ دوه تنه يې ټپيان او درې تنه نور يې د امنيتي ځواکونوله خوا ونيول شول.
د دغو عملياتو په بهيرکې يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي توکي هم د پوليسو دځواکونولاس ته ورغلي دي.
ديوبل خبر له مخې: دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ پوليسو پرون د کابل ښار د اوومې او نهمې امنيتي حوزې په مربوطاتوکې اته تنه دغلا او د انسان تښتونې په اړوند ونيول او له نيول شويوکسانو څخه پوښتنې او تحقيقات دوام لري.
1 1 دقیقه لوستل