امنیت

لس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

کابل – باختر دوري څوارلسمه :
افغان امنيتي ځواکونو او داتيلاف قوتونو په تيرو څليرويشتوساعتو کې دهيواد په ځينو ولايتونوکې ګډجلا جلا عملياتو په بهيرکې لس تنه وسله  وال مخالفين وژلي دي .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر  باختراژانس ته خبر ورکړ چې دغه عمليات دکونړ ، ننګرهار ، لغمان ، غزني ، پکتيا ، هلمند او دنيمروزدولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې لس تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي او يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
دغه راز دپوليسو منسوبينو دکونړ ، لغمان ، خوست ، هرات او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې دولس ماينونه کشف او شنډ کړي دي .
ديوبل خبر له مخې، دکابل د ١٠١ اسمايي زون دقوماندانۍ دپوليسو منسوبينو پرون اووه تنه دغلا ، دنشه يي توکودپلورنې  او دخلکو دټپي کولو په اړوند دکابل ښار ددويمې ، دريمې اوشپاړسمې  امنيتي حوزو په مربوطاتو کې نيولي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته