امنیت

د خوست ولايت د ملي امنيت د څلورو تنو د ترور عاملين ونيول شول

کابل باختر د سلواغي  لسمه :
دخوست ولايت دملي امنيت دڅلورو تنو د ترور عاملين دڅانګړو پوځي عملياتو په بهيرکې ونيول شول.
دغه کسان چې ويل کيږي د وسله والوطالبانو په ډلې پورې اړه لري؛ کله يې چې  په خوست کې د يو لړ خونړيو تروريستي بريدونو د پلان جوړولو نيت درلود؛ د صبريو ولسوالۍ  په مربوطاتوکې په خپل پټنځي کې ونيول شول.
د خوست ولايت دملي امنيت مرستيال جنرال محمدغفورباخترآژانس ته وويل چې نيول شوي کسان درې تنه او دملي امنيت دڅلوروتنو کارکوونکو دترور په ګډون په لسګونو تروريستي پيښوکې لاس درلود.
څه ناڅه دوه اوونۍ مخکې دخوست ولايت دصبريو ولسوالۍ دملي امنيت مسوول  او درې تنه  افراد يې د ماين د چاودنې له امله ووژل شول .
جنرال غفور وايي چې نيول شويوکسانو په صبريو ولسوالۍ کې د ملي امنيت د څلورو تنو مامورينو د ترور دپيښې په ګډون د بمونو او ماينونو د ښخولو د لسګونو پيښو په پلان جوړولو اعتراف کړى دى .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: دغوکسانو ويلي دي چې له شمالي وزيرستان څخه په خوست کې د تروريستي بريدونو په ترسره کولو ګومارل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته