(PS)خبرونه(PS)فرهنګ(PS)ټولنه

په هرات کې د کتابونو نندارتون جوړ شو

کابل، د وري ۸مه، باختر

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د مومني خپرولو له لوري د درملو پلورونکو اتحادیې په همکارۍ د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه د کتابونو نندارتون جوړ شو.

د مومني خپرونو رئيس عبدالله مومني د باختر آژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل، چې تېر کال يې د بېلابېلو ټولنو په همکارۍ په ښار کې اته نندارتونونه جوړ کړي وو، چې د د خلکو له تود هرکلي سره مخ شول.

ورته مهال د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولانا نعیم الحق حقاني وايي، چې اسلامي امارت د مطالعې په خاطر د دا ډول نندارتونونو تود هرکلی کوي او هر هغه څوک چې په دې برخه کې کار کوي، اسلامي امارت یې ملاتړ دی.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا