امنیت

په جوزجان کې يوشمېر سرتيري د خپلو معاشونو دنه ترلاسه کولو له امله سر ټکوي

کابل باختردليندۍ دمياشتې١٩نيټه : 
په جوزجان کې  يوشمېر پوځيان د خپلو لس مياشتنيو معاشونو د نه ترلاسه کولو په خاطر خپلو کورونو ته د ستنيدو غوښتوونکي دي.
دغه سرتيري چې شمېر يې ٥٠ تنو ته رسيږي او د هېواد په شمال کې د ٢٠٩ دشاهين قول اردو په لومړي کنډک پورې اړه لري، وايي چې له لسو مياشتو را په دې خوا له داعش اوطالبانوسره د جګړې لپاره د درزاب ولسوالۍ ته تللي دي خو تر اوسه پورې يې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي او په دې موده کې هغوى ته د خپلو کورنيو د احوالو د اخېستلو اجازه هم نه ده ورکړ شوې.
د دغو سرتېرو قوماندان چې د نامه له اخېستلو څخه يې ډډه وکړه، وويل: له هغو پنځوسو  تنو سرتېرو څخه چې په دې کنډک کې ځاى پرځاى وو، ٢٥ تنه يې ترخيص شوي دي خو کابو شل ورځي کې چې له معاش پرته د دښمنانو په وړاندې جنګيږي.
که څه هم ويل کيږي چې ټاکل شوې ده دغه سرتيري دالوتکي په واسطه وليږدوي خو دغه سرتيري دخپلو کورنيو له پلوه انديښمن دي. ځکه دوى يې ډوډۍ راوړونکي دي    او له مقاماتاو څخه غواړي چې په ډير لنډ ممکن وخت کې شبرغان ښار ته د هغوى په ليږدونې اقدام وشي.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته